عمومي معلومات
د کمپيوټر ساينس پوهنځی د يوه نوی علم په توګه را منځته شوي دی او په دوام داره توګه د رشد په حالت کښی ده اوسنی پوهنځی ته په ډيره تيزی سره د هيواد په مختلفو ادارو کښی ضرورت پيدا کيږی پدی خاطر د سبا لوړو زده کړو مؤسسی د نوموړی پوهنځی په ايجاد کولو کښی لالهانده زحمتونه وکړل، ترڅو د هيواد تقاضاوو ته په جواب ويلو کښی مثبت کردار اجرأ کړی.
سبا د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه چي د کندهار په لرغوني او تاریخي ښارکي د لوړو زده کړو یو عصري خصوصي مؤسسه ده ، ۳۰/۱/۱۳۹۵ نېټه یې د لوړو زده کړو د وزارت اړوند د خصوصي پوهنتونونو او مؤسساتو د مربوطه ریاست څخه په ۱۲۴ مسلسل شمېره او ۵۷ ګڼه ثبت او راجستر ده ۲۳/۲/۱۳۹۵ نېټه د خپل هیواد او خلګو سره درښتني او واقعي میني او هغوی ته په پوره اخلاص ، صداقت او رښتنولي سره دخدمت کولو په مراسم کي یې د کندهار ولایت ددولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو ، دولتي ریاستونو رئیسانو، کندهار پوهنتون مشرتابه، ولایتي شورا غړو، ولایت مقام استازو او د محصلینو والدينو ګډون کړئ وو. نوموړی پوهنتون د خپل قانوني فعالیت د شروع سره سم او د لوړو زده کړو محترم وزات د اصولو، قوانینو او مقرراتو له مخي له پیله په خپل ترکيب کي په ترتیب سره دکمپیوټرساینس پوهنځۍ لرل.
د کمپیوټرساینس پوهنځي دلومړي سیمسټر څخه ترڅلورم سمیستر پورې مشترک سمسټرونه لري. له څلورم سمسټر څخه وروسته بیا په دریو بیلابیلو څانګو ویشل سوې ده چې عبارت دي له
- سافټویر انجینرنګ څانګه
- معلوماتي ټکنالوژي څانګه
- د معلوماتي سیستمونو څانګه
لیرلید
کمپیوټر ساینس پوهنځی به د هیواد په کچه د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژی ساحه پراخه او داسي نوښتونه رامنځته کړي. ترڅو ټولني ته د هوساینيتر څنګ انلاین زده کړو زمینه برابره او مسلکي کادرونو روزونکي وي.
رسالت
د کمپیوټر ساینس پوهنځی تحصلی نصاب، الکترونیکي زده کړې تیوریټیکي او عملي ښوونیزو پروګرامونو په درلودلو سره د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژي په برخه کې مسلکي او نوښتګر کادرونه روزي
ارزښتونه
- اسلامي ارزښتونو ته درناوی.
- سالم اداري ارزښتونو ته ژمنتيا
- سالم اکاډميک چاپيريال رامنځته کول
- په ټولو پريکړو کي شفافيت رامنځته کول
- د ښې او پرمختللي ټکنالوژي رامنځته کول
- په مسلکي او تخنيکي برخه کي ښه والی رامنځته کول
- ګروپي کارونه حمايه کول
- د بريښنايي زده کړو زمينه برابرول
- جنډر جدي مراعت کول
- د بازار د اړتيا پر اساس د څيړني اونوښت ساحه پراخول.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی ستراتیژیک اهداف
درسي نصاب
نصاب د کریډیټ سیستم په مبنا شتون لري
کريکولم درسی دوره ليسانس.pdf