د سبا د لوړو زده کړو مؤسسي د رئیس پیغام

محتــــرم محمد کریم کمال

دا چي لوړي زده کړي يوه ټولنيزه ښېګڼه ده نو اغېز يې هم په ټولنه، د ټولني په اقتصاد او چاپېريال کي ښه
درک کېدلاي سي چي په دې برخه کي به سبا د لوړو زده کړو مؤسسه په ګران هيواد افغانستان او په
خاصه توګه سهيل لويديځ زون کي د راتلونکو پنځو کلونو په جريان کي او تر هغه وروسته په ټولنه کي
خپله مثبته اغېزمنتيا د همدې ستراتېژيک پلان او خپلو ژمنو په پلي کولو سره څرګنده او ثابته کړي، چي د
هيواد ځوان نسل به د عصري او معياري لوړو زده ک ړو او پوهي په ګاڼه سمبال ټولني ته وړاندي کړي.


دا چي هره لويه لاسته راوړنه او بريا لیتوب په کلک هوډ، اوږدمهاله پلان او د هغه پلان د پلي کېدو په
برخه کي د هغه کس يا ادارې د مقاومت او استقامت نتيجه وي نو په دې اساس، د سبا د لوړو زده کړو
مؤسسې ستراتېژيک پلان هم زموږ د ټينګ هوډ او اوږمهاله پلان يوه نمونه او پيغام دي چي غواړو ټولو
ښکېلو اړخونو ته يې د لا زيات ډاډ په موخه ورسوو.


پروفیسور عبد رب الرسول سیاف
copyright save with saba institute of higher education

Style Switcher

Select Layout
Chose Color
Chose Pattren
Chose Background