عمومي معلومات
د IT څانګي بنسټ په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کي د کمپیوټر ساینس پوهنځی د پرانیستلو سره سم کښیښودل سو، او په ۱۳۹۶ ﮬ ل کال کي عملاً چاري پیل سوي، اوسنی څانګي ته د هيواد په مختلفو ادارو کښی ضرورت پيدا کيږی. ددي ډیپارټمنت هدف د ټکنالوژی او مخابراتو په برخه کښی علمي کادرونه روزل دي هغه افراد چي ددی بخش څخه فارغیږي کولاي سي د سیستمونو په ارزیابي کولو، د نیټورک په مدیریت کولو د نیټورک په انجینري، د نیټورک د متخصصینو په حیث، د نیټورک د محافظت متخصیصینو په حیث د معلوماتي ټکنالوژی او مخابراتو د مشاورینو په حیث دنده اجرا کولای سي. پدی خاطر د کمپیوټر ساینس پوهنځی د نوموړی څانګي په ايجاد کولو کښی لالهانده زحمتونه وکړل، ترڅو د هيواد تقاضاوو ته په جواب ويلو کښی مثبت کردار اجرأ کړی. ولي متاسفانه د علمي کادرونو د نه لرلو له امله ئي ونه سوای کړای چي تر یوې کمي مودې پوري خپل فعالیت عملاً پیل کړي، خوشبختانه د یوې لنډي مودي وروسته په یاده څانګه کي دري تنه لسانس استادان د هیواد او خلګو په خدمت بوخت دي.
د نوموړي څانګي امر مجتبي سلطاني دي
لیرلید
د معلوماتي تکنالوژي څانګه به د معلوماتي ټکنالوژي ساحه پراخه کړي، او په دې اړه به د هیواد د ادارو لپاره د اړتیا وړ او مسلکي کادرونه وروزي.
رسالت
د IT څانګه د نظری او عملي زده کړو په لړ کښي د نیټورک او نورو معلوماتي ټکنالوژيو په برخه کښي اړین اقدامات کوي.
ارزښتونه
-
د اسلامی او افغانی ارزښتونو ته درناوي کول.
-
د قوانینو او لایحو تطبیق او ورڅخه نظارت کول.
-
په مسلکي او تخنیکي برخه کی ښه والی رامنځته کول.
-
د ښې او پرمختللې ټکنالوژۍ رامنځته کول.
-
د معلوماتي ټکنالوژي اړوند عملي زده کړي ورکول.
-
د معلوماتي ټکنالوژۍ عملي او نظري توکي نوي کول.
-
د بازار د اړتیا پر اساس د IT په برخه کښي د نوښت ساحه براخول.
-
د کمپیوټر ساینس پوهنځی ستراتیژیک اهداف
درسي نصاب
نصاب د کریډیټ سیستم په مبنا شتون لري